طالبان: ٥ پوليسو ته مو مرګ ژوبله واړوله
عطاالله محمدي
طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړ چي په کندهار ښار کي ئې پر پوليسو چاودنه کړې او هغوى ته ئې مرګ ژوبله اړولې.
طالبان ليکي چي چاودنه د څلرمي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سيمه کي په داسي حال کي پر پوليسو سوې چي هغوى يوځاى سره ولاړ ول.
خو کندهار امنيتي چارواکي وايي چي چاودني يوازي د پوليسو موټر سربېرن خراپ کړى او نور ئې هيچاته زيان نه دئ اړولى.