کور / شعر / چا چي کړي و دنياو ته اسرې دي

چا چي کړي و دنياو ته اسرې دي

چا چي کړي و دنياو ته اسرې دي
د همه واړو پر سر خاوري ايرې دي
نادانان که د دنيا په چار نازېږي
و دانا ته واړه وشتې مسخرې دي
چي بې خدايه محبت کا هغه خلق
نارينه ئې واړه خره او ښځي خرې دي
و سپين ژيري و ته مه وايه سپين ژيريه
همګي واړه طفلان د ګهوارې دي
هسي وايه چي څړۍ دئ د زنانو
که ئې ايښي په درستار کي قرقرې دي
نه څه فېض نه بهره ځني مونده شي
همګي واړه بې فيضه بې بهرې دي
ذخيره د دنيا مه کوه رحمانه
دا همه واړه د خاورو ذخيرې دي