ماتم کوو، مقدمه نه لرو، مزاحمت نه کوو!
خان زمان کاکړ
په څلوېښت کلنه لويه انساني غميزه کې د قرباني شوي فريق په توګه موږ اړ يو چې تر تور ماتمي بېرغ هغه خوا ته خپلو سوريو سوريو بدنونو او خپلو بې شناختو بې کتبو خړو قبرونو ته وروګورو. د وخت او پېښې د نوعيت غوښتنې ته په پام سره موږ مجبوره يو چې خپلې لويې تراژيدۍ ته په انساني تناظر کې نه بلکې په ځانګړي او څرګند قامي تناظر کې متوجه پاته شو. په زغرده بايد دا هم ووايو چې دا لويه قامي تراژيدي يوه زښته سياسي مسئله ده، موږ به خپلې دې مسئلې ته په سياسي نظر ګورو. دا مسئله نه څوک اين جي او، نه څوک مدني ټولنه او نه څوک لبرل وګړي حل کولی شي، دا د قام مسئله ده، د قامي تحريک له سياست سره يې شدت، نوعيت او هم يې حل تړلی دی. پښتانه وايي چې د قام ناتار په قام راګرځي.
د پېښور د ښوونځي زړه چاودونکې او لېونتوب پارونکې پېښه چې تر دوه سوه زيات ګلاب ګلاب ماشومان يې په مرميو سوري سوري او په بارودو لوګي لوګي کړل، دا نه د پښتنو په تېر څلوېښت کلن تاريخ کې لومړنۍ پېښه ده او نه دا څه باور شته چې دا به وروستنۍ پېښه وي. حالات چې په کوم مزاج او رفتار مخ په وړاندې روان دي، د څه خېر هيله ور څخه نه شي کېدی، ددې خونړيو حالاتو مخه يو قامي سياست نيولی شي، په محکوم پښتون وطن کې قامي سياست خپلو پارلماني مجبوريو او رياستي کړيو پر داسې ځای ښکېل ساتلی چې يوه خوا ته يې پړانګ او بله خوا ته يې پاڼ دی، په منځ کې يوه نرۍ ليکه ده پر هغه باندې وزارتونه، کونسلرۍ او ممبرۍ وېشل کېږي. زه هيڅ فکر نه کوم چې د خلوص او درد کمي به وي، په حقيقت کې زموږ قامي سياست د يوې اوږدې مودې تنظيمي او نظرياتي جمود په داسې وخت کې بې وسه ودراوه چې د پښتنو د بقاء وخت دی.
رښتيا خبره دا ده چې د ديورينډ د لعنتي کرښې په دواړو غاړو د پښتنو نسل کشي روانه ده، دا هم اوس نوره څه فکرې ستړې پاته نه ده چې د پښتنو دا نسل کشي پاکستان پر مخ وړي، زموږ او د پاکستان تعلق لکه يو وخت زموږ او د مغل تعلق، لکه يو وخت زموږ او د انګرېز تعلق، مطلب سخت د دښمنۍ تعلق دی. خو بدقسمتي دا ده چې دا دښمني له دواړو خواوو څخه نه پالل کېږي. پاکستان دښمني کوي او موږ په پاکستان کې دننه له پاکستانه د څه خېر په تمه ناست يو.
ميمونۍ پاکه لېونۍ ده
هغه يې وژني دا ماما ماما کوينه
په آزاد افغانستان کې پښتانه تر سياست زيات اورنيو احساساتو راګېر کړي دي، احساسات هيڅ غېرفطري شی نه دی خو دا په يو عملي سنجيده سياست بدلول نه دا چې لازمي ده بلکې د خلاصون يوازينۍ لاره مو هم ده. په محکوم افغانستان کې ډېر هم هغه څه ليدل کېږي چې د يو غلام عادت کېدی شي. په سياسي حواله نه آزاد افغانستان څه پر داسې لار روان دی چې ددې لويې قامي تراژيدۍ مخنيوی دي وکړي او نه په محکوم افغانستان کې د رڼا څه داسې څرک تر سترګو کېږي چې نور قامي سياست خپل پلارني مرکز ته راوګرځول شي او د پښتنو د وطن ورانوونکي دښمن لاس ورغبرګ کړي. پر ځای ددې چې په دې مصنوعي کرښه سره بېل د يوه قام پاشلي وګړي يوه قامي تاريخي مرکز ته سره رانيژدې کړل شي، برعکس په داوړو غاړو کله د “خواخوږۍ” په بيانيه او کله د “کرکې” په څپه کې داسې څه وئيل کېږي چې د بېلتون کرښه نوره هم ژوره ګرځوي. زموږ قامي سياست اوس څه داسې زړه دردونکي او مايوسه کوونکي پړاؤ ته رارسول شوی دی چې د پښتنو پر دوه سوه ماشومان يوازې د غندنې يو اخباري بيان جاري کولی شي.
دا يوازې پاکستاني پوځ نه دی چې د پښتنو هديرې يې پلنې کړې بلکې د پاکستان پارلمان چې پښتانه قام پرستان يې هم برخه ده هم په دې کار کې تر چا شاته نه دی. پارلمان په يوه خاصه ژبه او لهجه د پښتنو نسل وژنه روا ګرځوي، په خپلو لومړيتوبونو کې ترهګري پر دريم او څلورم نمبر هم په پام کې نه نيسي، نه ددې خلاف د څه پاليسۍ جوړولو څه ضرورت محسوسوي او نه له پوځ سره په غاړه کې د لوېدلو صلاحيت لري. مېډيا په پرله پسۍ توګه د پښتنو نسل وژنه کوونکو ترهګرانو ته په اخلاقي جواز ورکولو بوخته وي، د طالبانو يو خاص ډول قصيدې وئيل يې د ورځنيو خپرونو موخه وي، عدالت ته خو ترهګر يو وار لېږل کېږي نه، که خال خال څوک ترهګر ور و هم لېږل شي نو عدالت يې په باعزته توګه بري کړي، ددې تر څنګ د پاکستان درسي کتابونه له داسې موادو ډک دي چې هر ډول خونرېزي او قتال روا ګرځوي، د پښتنو په دې قتل عام کې د پاکستان د تعليم ماهرين، پروفېسران او استادان هم برابر شريک دي، دا يوه داسې طبقه ده چې تل يې جماعتي او جهادي دريځ مخ په وړاندي وړی او د پوځ د ګوډاګي رول يې تر سره کړی دی.
عرض دا دی چې ټول پاکستان زموږ په نسل کشي کې په يوه خوله او پر يوه لار روان دی. دا موږ يو چې سره پاشلي، تار په تار، بې ځالې او بې شپوله پراته يو، دا موږ يو چې هر څه کوو خو قامي خبره نه کوو، دا موږ يو چې د هرې شعبې خلک يو خو له سياسته مو زړه تور دی، دا موږ يو چې تر پاکستان زيات خپل ګرېوانونه سره شلول او خپلې پګړۍ سره راغورځول مو په څو څو چنده زيات خپل مرام ګرځولی، دا موږ يو چې کله مو سره درانه نه کړو، چې کله مو په خپلو کې د خپلوۍ يوه داسې رشته سره قايمه نه کړه چې د قامي دښمن و مخ ته يې لکه ديوال ودرو، دا موږ يو چې تر اوسه په دې بحث له يو او بله سره په شر لوېدلي يو چې دا راپکې من دی، دا نيم من، هغه بل سېر دی او هغه بل بيا زېر دی. په دومره لويه او اوږده قامي تراژيدي کې هم چې سړی بې قامي مقدمې پاته شي نو بل ته د ګوته نيولو پر ځای بايد هر سړی په خپلو خپلو ګرېوانونو کې تو کړو، موږ بايد د عامو وګړو په توګه له شرمه اوبه اوبه شو او مشران مو بايد د خپل شرم په خولو کې غرق شي، ځان په اباسين لاهو کړي. خو ددې هر څه باوجود، موږ بايد په دې هم وپوهېږو چې د سياست په سينه کې زړه نه وي، په دې صورت کې بيا کار په بل څه کېږي، په هغه څه کېږي چې بنګاليانو په خپل مجيب الرحمان پسې راواخيسته، په مجيب الرحمان پسې چې بنګالي قام کوتک راواخيست نو پاکستان يې په هېر کړ، د فيډرېشن ارمان يې په ذهن کې ورشنډ کړ، د شپږو نکاتو کاغذ يې ترې لرې کړ او د آزادۍ اعلان ته يې مجبور کړ. پر سايکل د پاکستان تحريک چلونکی مجيب الرحمان بيا د بنګله دېش د آزادۍ اتل جوړ شو، سياست له چا څه څه نه شي جوړولی، سياست که يو مسلم لېګۍ د آزادۍ په اتل بدلولی شي نو سياست د آزادۍ د اتلانو زامن هم پاکستاني جوړولی شي. موږ بايد تسليم کړو چې زموږ ناکام سياست له موږه د اسرې وچ ولاړ دېوالونه جوړ کړل، رحمت شاه سايل رښتيا وايي؛
هر رهبر ډډه د اسرې دېوال ته ووهله
سايله څومره کړه بې وسه خدای خاني د پښتون
Twitter: @khanzamankakar