اولسمشر ښاغلى غضنفر او کارګر پر دندو وګمارل
عطاالله محمدي
جمهور رييس غني اسد الله غضنفر د فرهنګي سلاکار او محمد شاكر كارګر د ځانګړي استازي په توګه ټاکلي
جمهوررييس محمد اشرف غني د يوه فرمان له لارې، ليکوال او ژورناليست اسد الله غضنفر په فرهنګي چاروکې خپل سلاکار او دغه راز محمد شاكر كارګر د روسي ژبو هېوادنو لپاره د ځانګړى استازي په توګه ټاكلي دي.
اسدالله غضنفر له شاوخوا دولسو کلونو راهيسې د ازادۍ راډيو د پښتو تعليمي خپرونو ايډيټر و او له دې وړاندې يې په کابل پوهنتون کې د ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.
د يو بل خبر له مخې جمهور ريييس اشرف غني د ځانګړي فرمان په ترڅ كې محمدشاكر كارګر د روسي ژبو هېوادونو لپاره خپل ځانګړى استازى ټاكلى دى.