کور / خبرتیا او پيغامونه / د باندنيو ځواکونو بريد په سختو ټکو غندو

د باندنيو ځواکونو بريد په سختو ټکو غندو

لوګر کې دبهرنیو ځواکونو په هوایې بریدکې دملکي وګړو مرګ ژوبله په کلکو ټکو غندو
په ډيري خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړه چې تیره نیمه شپه د لوګر د برکې برک ولسوالۍ په ابجوش سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د ملکې وګړو په کورنو هوایې برید شوي چې په ترڅ کې پنځه تنه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شو دي.
دلوګر د ځوانانو ټولنېزي اوکلتوري ټولني مشرتابه او غړيو ددغي پيښي په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوي، دبرکې برک ولسوالۍ غمجنو کورنیو او اوسیدونکو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوو، او د لوی خدای څخه دویته ته فردوس جنت غواړو.
په پای کې دلوګر ولایت له ولایتي اداري او له افغان ولسمشر څخه غوښتنه کوو څو ددغي دپیښي دجدي څيړنه وکړي.
انالله وانا الیه راجعون