روزګان: طالبانو يوه ډله روغيتايي کارکوونکي اختطاف کړي دي.

عطاالله محمدي | دسمبر 30th, 2014


د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کي طالبانو هغه درې تنه ډاکټران او دهغوي يو موټر چلوونکى تښتولي چي سيمې ته يې روغتيايي خدمات رسول.
د روزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چي ډاکټران د افغانستان د روغتيايي او پرمختيايي خدماتو د موسيسې کار کوونکي دي.
د هغه په خبره چي د په سيمه پلټني رواني دي.
دغه موسيسه ليرو پرتو سيمو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو په برخه کي کار کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024