کور / اسلامي / درواغجنان

درواغجنان

درواغجنان
ارواښاد عبدالهادي ريشاء
هر درواغ لس پوښونه د نورو درواغو غواړي؛ چي درواغجن خپل يو درواغ په رښتيا کي چي ټول يوولس درواغان سي. هغه هم ستاسي په نزد. که نه زه يقين نه کوم چي ستاسي مقابل لورى ښه پوهېږي؛ چي تاسي کذب واياست خو يا د هغه اخلاق اجازه نه ورکوي يا د دې جرائت نه لري؛ چي درته ووايي چي هلکه! دا خبره چي تا وکړه درواغ ده.
نو خوښه مو نه ده چي دغه يو درواغ پرېږدئ. چي هغه لس درواغان په خپله درڅخه پاته سي.
که تاسي خپلو درواغانو ته ادامه ورکوى. هم به د آخرت بار دروند کړى، هم به تر خالق پوري مخ توري ياست.
که زما مشوره منى، دوباره درواغ مه واياست.