کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډاکټر عزیز الله لودین پر مړينه د اجرائيه رئېس پیغام

د ډاکټر عزیز الله لودین پر مړينه د اجرائيه رئېس پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړی، چي په هیواد کي د اداري فساد سره د مبارزې ادارې مخکني رئیس ډاکټر عزیزالله لودین د اجل داعي ته لبیک ویلی او د ابد لپاره یې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه کړې. انا لله و انا الیه راجعون.
مرحوم ډاکټر صاحب لودین ددې خاوري د اصیلو او وطن دوستو بچیانو له ډلي و او د ژوند زیاته برخه يې خاوري او خلکو ته په خدمت تېره سوې وه.
د نوموړي مړینه یوه لویه ضایعه ده، چي ډکول یې کلونه وخت او خورا زیاتو زحمتونو او تکالیفو ته اړتیا لري.
هغه د جهاد له دورې رانیولې تر اوسنۍ لسیزي پوري په مختلفو برخو کي د افغانستان لپاره خدمت وکړی او په ښو او بدو ورځو کي ددې خوار ملت تر څنګ پاته سو.
نوموړی نه یوازي وطن دوست او مینه ناک شخصیت و، بلکه د پوهي او کاري تجربې له اړخه هم له د په ګوتو شمار لویو هستیو له ډلي و.
مرحوم لودین د ورپيښي ناروغۍ له امله نن د امریکا په متحدو ایالاتو کي له فاني نړۍ څخه و ابدي هغې ته سترګي پټي کړي.
زه ډاکټر صاحب لودین ته د خدای له درباره د فردوس جنت او دوستانو ته یې د زړه صبر غواړم