کندهار:ماين چاودنو ١٣ کوچنيانو ته مرګ ژوبله واړول

عطاالله محمدي | جنوري 7th, 2015


په کندهارکي دوو بېلابېلو چاودنو يو ماشومه انجلي وژلې او ١٢ نور ماشومان يې زخميان کړي دي.
چاودني په شاولي کوټ او ژړي ولسواليو کي سوي، په يادو پېښو کي د اوو تنو ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دى
نن غرمه مهال د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د کاريزکو په سيمه کي پر کوچنيانو د ماين چاودنه سوې چي پرمال يې ١١ تنه ماشومان زخميان کړي دي.
دغو ماشومانو په سيمه کي بوټي ټولول چي د يادي پېښي سره مخ سول.
دغه ماشومان په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې، په همدې ورځ په ژړي ولسوالي کي يوې بلي ماين چاودني يوه ماشومه انجلي وژلي او يو هلک يې ټپي کړى دى.
د پيښي په اړه تر اوسه کومي وسله والي ډلي څه ندي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024