د جنوبي وزيرستان جرګې افغانانو ته د وتلو امر کړی دی

رفيع الله مندوخېل | جنوري 11th, 2015


د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دولتي چارواکيو او قبايلي جرګې ګډه پرېکړه کړې، چې بايد په سيمه کې مېشت افغان کډوال په درېو ورځو کې له سيمې ووځي.
د سيمې دولتي چارواکي وايي، په جرګه کې د وزيرستان د نهو قبيلو مشرانو ګډون کړی و. په جرګه کې ناراجسټر او د دوی په وينا په ناقانونه توګه په سيمه کې مېشتو افغانانو ته له جنوبي وزيرستان څخه په درېو ورځو کې د وتلو ضرب العجل ټاکل سوی دی. جرګې ويلي چې که افغان کډوال له ټاکلې نېټې وروسته په سيمه کې پاتي سي، و به نيول سي.
په همدې ورځ پوليسو په لکي مروت سيمه کې نهه تنه افغانان ونيول.
د لکي مروت پوليسو وويل، ياد افغانان په کنډي څلورلاره کې د افغانانو کمپ ته څېرمه نيول سوي او وروسته په نورنګ سيمه کې د پوليسو قومندانۍ ته وړل سوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير چوهدري نثار څو ورځې وړاندې ويلي و، چې پاکستان له راجسټرشويو افغان کډوالو هيڅ ستونزه نه لري. خو هغه چې ناراجسټر دي او په ناقانونه توګه په دې هيواد کې مېشت دي. پر ضد به يې ګامونه واخيستل سي.
د پېښور ښوونځي له بريد وروسته په دې هيواد کې پر مېشتو افغانانو د حکومت فشار زيات سوی دی. خو افغان کډوال بيا وايي چې دوی د روان مېلادي کال ترپايه په پاکستان کې د اوسېدو قانوني حق لري، خو بيا هم يې پوليس ځوروي. او مجبوروي يې چې بېرته افغانستان ته ستانه سي.
تېره مياشت د کډوالو عالي کمشنرۍ يا يواېن ايچ سي چارواکيو ويلي و، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د مېلادي کال۲۰۱۵ تر پای پوري قانوني اسناد ورکړل سوي، چې له مخې يې دوی په پاکستان کې د اوسېدو قانوني حق لري. او حکومت مکلف دی چې افغانانو ته تر يادي مودې پوري د اوسېدو اجازه ورکړي. د دوی بېرته ستنېدنه به هم د دوی په خپله خوښه کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ يواېن اېچ سي ار د يوې احصايې له مخې دا مهال په پاکستان کې يواعشاريه شپږ ميليون راجسټر سوي افغان کډوال مېشت دي. چې زياتره په قبايلي سيمو، خيبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د ژوند ترخې شېبې تېروي.

www.facebook.com/rafiulah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024