کور / اسلامي / د اودس ترتیب ولې مامور به ده ؟

د اودس ترتیب ولې مامور به ده ؟

د هغه سوال ځواب چې د اودس ترتیب ولې مامور به ده

استاد المهندس نورالله خان احمدزی

د اودس ترتیب له منصوصه طریقې څخه خلاف ځکه ناجائز ده چې انسان د الله تعالی له احکامو سره مخالفت د ګناه ښکارندوېنه له همدغه ترتیب سره کیږي کوم چې قرآن کریم کې مذکور دي ــ لهذا د اودس غړي په ترتیب منصوصه سره مینځل د هغوی ګناهونه او د الله تعالی نافرمانيانو څخه توبه او لاس مینځلو خواته اشاره ده مثلاً د کوم غړي په ذریعه سره له انسان څخه ګناه کیږي له ټولو نه مخکې د همدغه غړي مینځل د ترک ګناه او د ده د توبې خواته اشاره ده.

الله تعالی ترټولو مخکې د مخ مینځلو امر فرمایلی ــ په هغه کې خوله.، پوزه، او سترګې شاملې دي. اول د غر غرې په وجه ژبه پاکیږي په کومه کې چې د ژبې د توبې خواته اشاره ده او د انسان په بدن کې له ټولو نه وړاندې اول ژبه ده چې د الهي احکامو په مخالفت کې تر نورو غړو وړاندې وي لکه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د بني آدم څخه تر ټولو ډېر ګناهونه د هغه د ژبې څخه صادریږي لکه غیبت، چغلي، تهمت، کنځلې، او ډول ډول بېځایه خبرې د ژبې یا خولې څخه وځي. دې څخه وروسته په پوزه کې اوبه اچول کیږي او هغه پاکیږي لکه هغه مشمومات ممنوعه او دماغي کبر او غرور څخه د توبې کولو خواته اشاره ده، بیا د ټول مخ سره د دواړو سترګو او ټنده مینځل کیږي دې کې دټول مخ او دسترګو دګناه او بد نظري پرېښودلو خواته اشاره ده بیا د دواړو لاسونو د مینځلو وخت ده کوم کې چې د لاسونو په ذریعه دګناهونو دپرېښودو خواته اشاره ده لکه چې کله انسان کومه ګناه کوي نو سترګې یې ویني، غوږونه یې اوري او په لاسونو هغه کار نیول کیږي لکه غلا، جګړه یا په چا ظلم کول او داسې نور. بیا د سر مسح کول دي او هغه مینځل کیږي نه او د هغې وجه دا ده چې د سر څخه کومه ګناه نه ترسره کیږي بلکه هغه تابع د ژبې، سترګو او نږدې غړو څخه متاثره کیږي نو سر ته دا حکم وشو چې د مینځلو او نه مینځلو په منځ کې راځي لکه مسح یې اړینه ده بیا د غوږونو مسح راځي دلته هم د انسان غوږونو ته بعضې یا ډېرۍ وخت بلا اختیار او بغیر د قصد څخه غږونه راځي ــ دلته هغه حکم ده چې د مینځلو او نه مینځلو په منځ کې د مسح کولو طریقه پرې اجرا کیږي او همداسې د غاړې مسح هم ده.

دا پورتني درې د مسحې غړي لکه سر، غوږونه او غاړه دغو کې لکه غاړه اړونه، سر زوري او عدم سماعت یا نه اورېدل له دغو ټولو قبیح او بدو اعمالو څخه د توبې خواته اشاره ده ــ کچیرته دغو دریو غړو ته د مینځلو حکم وای نو دابه ډېره ستونزمنه وه چې پنځه وخته دا غړي ومینځل شي او هیچا به ددې توان نه درلوده چې دا غړي ومینځي نو بلاشبه الله تعالی په دین کې هېڅ حرج او تکلیف نده پيداکړی لکه چې فرمایي ـ مایریدالله لیجعل علیکم من حرج. یعنې الله تعالی په دین کې کومه ستونزه نده پیداکړې چې پر تاسو کوم بار یا حرج وي.

بیا آخر کې پښې مینځل کیږي لکه چې سترګې کتل کوي، ژبه خبرې کوي، لاسونه حرکات ترسره کوي، غوږونه اوري او له دغو ټولو څخه وروسته پښې حرکت پیلوي لهذا د پښو مینځل ټولو څخه آخر کې راغلل هغه ځکه چې د معصیت وخت کې پښې تر ټولو آخر کې ګناه کوي ــ نو د پښو څخه آخر کې ګناه څرګندیږي او د هغوی د توبې وخت هم آخر کې راځي ــ او د هر غړي درې درې ځلې مینځلو او د توبې ارکان ثلاثه، لکه ندامت په ګناه او پرېښودلو د ګناه، او راتلونکې ګناه پرېښودلو لپاره عزم بالجزم خواته اشاره ده.