کور / کتابتون - هنر او ادبيات / لراوبر کتابتون: د محمد سرور وکيلي د [بدیع او بیان] نومي اثر پر لیکه سو

لراوبر کتابتون: د محمد سرور وکيلي د [بدیع او بیان] نومي اثر پر لیکه سو

”دغه ليكل سوئ دبديع اوبيان كتاب، چي دنوروكتابو، رسالو او خپرونو څخه راټولي سوي موضوعګاني دي،
 چي د ليكوال نظريات هم پكښې شامل دي، يو تصنيفي
 شكل لري او په نوي سيستم سره ليكل سوئ دئ. د لوستونكي لپاره ډېر كار اسانه كوي، چي ډېر ژر د شعر او ادب سره مخامخ شي او هلته د شعر او ادب په ګلستان كښي رنګا رنګ ګلونه وسپړي او دبڼ په شنو چمنونو كښې د ادب د مرغانو ږغونه اوآوازونه واوري او د خيالونو په نړۍ كښې ډوب او دشعر په بحر كي ولامبي. د شعر دخيالي دنيا څخه ادبي ګلان را ډالۍ كړي. 

ددغه كتاب د ليكني  مقصد د شعر پېژندنه او د شعر د ډولونو او توكو زده كول دي…” د کتاب د بشپړ متن او معلوماتو لپاره همدلته کلیک وکړئ.
د کتاب پېژندنه::
دکتاب نوم : بدیع او بیان
ليکوال: محمد سرور وکيلي 
د لیکني کال او ځای:  ۲۰۰۷ م ع – ۱۳۸۷ ه ش، جرمني
ترتيب کوونکی:  خپله لیکوال
انلاين چاري : مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون


يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !