كورنيو چارو وزارت د ۸ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

حاجی پوپل | جنوري 14th, 2015


د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، يو تن ټپي دى او ۱۳ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د پکتيا، پکتيکا، غزني، خوست، فراه او هرات ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

وسله والو طالبانو، تراوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ويلي

Copyright Larawbar 2007-2024