طالبان: پر سرحدي او ملي امنيت پر عسکرو مو بريد کړى
عطاالله محمدي
وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي په پکتيا ولايت کي ئې پر سرحدي او د ملي امنيت پر پوليسو بريد کړى او د هغوى قومندان ئې وژلي.
طالبان ليکي چي دا کسان ئې د پټان په اولسوالۍ کي د يوه بريد په پايله کي وژلي.
په دې اړه خپله افغان اړونده کسانو څه نه دي ويلي.