کور / تازه خبرونه / د کرني او مالدارۍ وزارت ته کاندید جرمي سابقه لري

د کرني او مالدارۍ وزارت ته کاندید جرمي سابقه لري

د کرني او مالدارۍ وزارت ته د کاندید وزیر یعقوب حیدري نوم د انټرپول پولیسو په ویبپاڼه کي د مطلوب مجرم په توګه ثبت دئ.
د نوموړي په باب ویل کېږي چي په استونیا هیواد کي یې د سوداګرۍ پر مهال هغه حکومت ته د څو کلونو مالیه نه ده ورکړې او په جعلکاریو کي یې لاس درلودئ.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ویلي ولسمشر د ښاغلي حیدري له جرمي سابقې څخه ناخبره وو، خو دا یې نه دي ویلي نوم به یې د کابینې له لیست څخه و ایستل سي که یا.
یعقوب حیدري د پیداکوژۍ ډاکټر دئ، استخباراتي او پوځي دندي یې تر سره کړي دي. نوموړی د افغانستان په حکومت کي د احمدضیاء مسعود نیژدې کس بلل کېږي.