په هلمند کي ځانمرګى بريد وسو
عطاالله محمدي
د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د عامه ساتنې پر پوليسو ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چي دغه موټر بم بريد نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ نيمې بجې د لښكرګاه په دو راهي سيمه كې شوى دى چي په پايله کي ئې ١٣ کسانو ته چي څلور ئې اولسي وګړي دي مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د بريد مسئوليت منلى او وايي چي په دې بريد کي چي د عامه ساتنې د پوليسو پر هغه كاروان کړى چي د کندهار او هرات پر لويه لاره روان وو . د طالبانو د سرچينې په وينا چي د بريد په پايله کي ئې ٣٠ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې، دوه ټانکونه او څلور رېنجرونه ئې له منځه وړي.