کور / تازه خبرونه / په اروزګان کې تر ۲ کاله ځنډ وروسته د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون سیمه ييز نشرات له سره پیل شول

په اروزګان کې تر ۲ کاله ځنډ وروسته د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون سیمه ييز نشرات له سره پیل شول

په اروزګان کې تر ۲ کاله ځنډ وروسته د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون سیمه ييز نشرات له سره پیل شول .
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امر وایی چي د اسټرالیا هیواد په مالي لښګت د ملي رادیو تلویزیون لپاره نوې ودانۍ په پنځه لکه او پنځوس زره امریکايي ډالر جوړه شوې .
په نوې ودانۍ کې ۱۱ خوني شته چې د راډیو او ټلویزیون لپاره د جلا جلا سټوډیوګانو ترڅنګ اداري او تخنیکې خوني شاملي دي.
د اروزګان د ملی ټلویزیون دستګاه تر ۲۰۰واټه پوري ظرفیت لري او مرکز ترینکوټ به په کامل ډول د خپلو خپرونو تر خپل پوښښ لاندي راولي .
نایاب زیاته وي چي یاده دستګاه د هندوستان هیواد لخوا د کندهار ملی راډیو ټلویزیون ته لمړۍ د مرستي په ډول ورکړل شوي وه چې بیا وروسته د ارزګان ولایت د اړتیا له مخي ترینکوټ ته انتقال شوه .
د یادونۍ ده چې څوکاله وړاندي د ارزګان ولایت ملي راډیو ټلویزیون په یوه ډله ييزبرید کې په پوره ډول زیانمن شو او د دي ترڅنګ د هغه وخت د بی بی سی راډیو ولایتي خبریال او تکړه ژورنالست امید خپلواک هم خپل ژوند پکې د لاسه ورکړ چې تر دا مهاله ئي بیا ټلویزیوني برخي فعالیت نه درلود.