کور / تازه خبرونه / مارسيکو په کندهار کي ۷۵۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړي ورکوي

مارسيکو په کندهار کي ۷۵۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړي ورکوي

د يادي موسسې د حرفوي زده کړو مسوول جاويد شفق، د کار او ټولنيزو چارو رئيس نظرعلي قاطع او د لوی محبس مدير ډګروال غلام فاروق نن سهار د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د ولايت مقام له سرپرست مرستيال عبدالعلي شمسي سره وکتل.

جاويد شفق وويل مارسيکو مرستندويه موسسه غواړي په کندهار کي د حرفوي زده کړو يوه پروژه پيل کړي. هغه زياته کړه په ياده پروسه کي به د کندهار ۷۵۰۰ کسانو ته په بېلابېلو برخو کي حرفوي زده کړي ورکول سي.

نوموړي وويل: موږ غواړو ۷۵۰۰ کسان په بېلابېلو برخو کي وروزو. پلان لرو چي له معارف څخه هم ۳۵۰۰ ځوانان چي تازه له ښوونځيو څخه فارغ سوي وي، د نجارۍ، قالين اوبدلو، ويلډينګ او خياطۍ په برخو کي وروزو او په خاص ډول غواړو د محبس بنديان وروزو.

د ولايت مقام سرپرست مرستيال عبدالعلي شمسي د يادي موسسې له دې اقدام څخه ستاينه وکړه او ويې ويل چي دغه ډول حرفوي زده کړي د ځوانانو په روزنه کي مهم رول لري. ښاغلي شمسي زياته کړه له دې سره به د جرمونو او اوزګارۍ کچه ډېره راټيټه سي.

نوموړي وويل: بنديانو ته بايد په بېلابېلو برخو کي روزنه ورکول سي، په خاص ډول بايد له کمپيوټر او عصري زده کړو سره بدل کړل سي، تر څو له خوشي کېدو سره ټولني ته سالم خلک وړاندي سي. زندان بايد د اصلاح ځای وي، نه د دې چي بنديان عقديان کړي. زه په دې باور يم چي ذهنيتونه دي جوړ او تنوير کړل سي.

ښاغلي شمسي سپارښتنه وکړه چي د يادې پروژې د تطبيق او په ښه ډول پر مخ بېولو لپاره دي عملياتي پلان جوړ او له ولايت مقام سره دي د شريک کېدو په صورت کي تطبيق کړل سي.

د غونډي ګډونوالو ژمنه وکړه چي د يادي پروژې د تطبيق لپاره به ډېر ژر عملياتي پلان جوړ او له ولايت مقام او يادي موسسې سره شريک کړي.