کور / تازه خبرونه / حاجي نذير احمدزى: له پاکستان سره غوره اړيکې غواړو

حاجي نذير احمدزى: له پاکستان سره غوره اړيکې غواړو

ولسي جرگه کې د کډوالو، قبايلو او کوچيانو د چارو کميسيون رئيس حاجي نذير احمدزى يو شمېر رسنيو ته په خپلو خبرو کې وويل چې د پاکستان دولت سره د غوره اړيکي غواړو او دغه غوره اړيکي د دواړو هېوادونو په ګټه ده. نوموړي په پېښور کې د افغان کډوالو ستونزو ته د هواري تر څنگ کې وويل په دې اړه مو د پاکستان مرکزي حکومت سره خبرې اترې کړي او د کډوالو د ستونزې د هوارولو لپاره به ډېر ژر يوه تگلاره برابره کړي. نوموړي د پاکستان له حکومت څخه مننه وکړه چې يو شمېر افغان محصلينو ته يې په پاکستان کې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې ده. حاجي نذير زياته کړه : په کابينه کې به هغه وزيرانو ته رايه ورکړي چې د وطن رښتينى خدمتگاران او د ولس د هيلو پوره کوونکى وي.