کور / تازه خبرونه / د هلمند د محصلينو… د شهيد روحاني د وژونکو محاکمه وغوښته

د هلمند د محصلينو… د شهيد روحاني د وژونکو محاکمه وغوښته

په كابل كښي د هلمند د محصلينو ټولني د شهيد عبالصمد روحاني د وژونكو محاكمه وغوښته


په كابل كې د شهيد عبدالصمد روحاني د فاتحې مراسم او يادغونډه ، د جمعې په ورځ د ماسپښين له ۲ بجوڅخه تر۴ بجو پورې ، د پوهنتون د مركزي ليليې مخامخ په كويټ الخير جومات كې د هلمند د محصلينو د علمي او كلتوري ټولنې لخوا ، د  ژورنالستانو ،ليكوالانو، فرهنگيانو د هلمند والي گلاب منگل ، د هلمند پخواني والي او په مشرانو جرگه كې د هلمند ولايت سناتور، الحاج شېرمحمد اخند زاده ، د ولسي جرگې وكيلانو ، او د سلگونو گډونوالو په گډون ترسره شوه .







شهيد عبدالصمد روحاني


 د ځوانيمرګ شهيد ارواښاد شاعر، ليکوال او ژورنالست عبدالصمد روحاني د واده مراسم


     ديارلس  ورځي وروسته بيا هم دولت دشهيد صمد روحاني  وژونکي  نه دي موندلي !


په غونډه كې د افغانستان د نړيوال ژورنالېزم مركزرئيس رحيم الله سمندر ، د سفما په استازيتوب د ويسا ورځپاڼې مديرمسوول زبيرشفيقي ، په مشرانو جرگه كې د هلمند ولايت سناتور الحاج شېرمحمد اخندزاده ، د بي بي سي سيميز خبريال ميرويس افغان او د هلمند د محصلينو د علمي او كلتوري ټولنې په استازيتوب اجمل سوله مل  د شهيد عبدالصمد روحاني پركړنو، مسلكي شخصيت او په ټولنه كې په تېره بيا د هلمند په جنگ ځپلې ولايت كې د ژورناليستانو د ونډې او فعلي وضعيت په هكله وږغېدل او په كلكه يې د اړونده دولتي چارواكو څخه د شهيد روحاني د قاتلينو د ژرترژره افشاكېدو او د قانون منگولو
 ته د سپارلو غوښتنه وكړه .


همدارنگه پدې غونډه كې د جرمني په بايرن آيالت كې د پكتيا ولايت د كلتوري ټولنې په استازيتوب د امين الله بسمل د خواخوږئ اوهمغږئ پيغام ولوستل شو .