کور / تازه خبرونه / په کابل کې پنځوس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

په کابل کې پنځوس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

کابل: په کابل کې د دوو کورنيو ترمنځ د پنځوسو کلونو زړه دښمني په دوستۍ بدله شوه. دغه دوه کورنۍ د احمدزيو د باټو خېلو قوم پورې تړاو درلود. په ولسي جرگه کې د کوچيانو استازي حاجي نذير احمد زي ،ملک ولي خان او د يو شمېر نورو سپين ږيرو په هلو ځلو دغه دښمني په دوستۍ بدله شوه. حاجي نذير احمدزي وويل افغانانو تل خپلې ستونزې د جرگو او مرکو له لارې حل کړي دي. دا چې افغانستان د جرگو مرکو ټاټوبى دى بايد د جرګو پرېکړو ته احترام وشي. دواړو خواو د حاجي نذير د پرېکړې هرکلى وکړ او له هغه څخه يې مننه وکړه چې د دوى اوږده دښمني يې په دوستۍ بدله کړه. په جرگه کې پرېکړه وشوه که هرې کورنۍ د دغې جرگې وروسته سرغړونه وکړه نو پنځوس لکه افغانۍ به ترې يا دا جرگه اخلي او پرېکړه به بيا هم د جرگې لخوا ترسره کيږي.په دې رابل شوې غونډه په دعايه پاى ته ورسېده او قومي مشرانو او سپين ږيرو حاجي نذير احمدزى د خپل قوم يو ښه مشر ياد کړ.