د عبيدالله جان کندهاري جسد خاورو ته وسپارل سو

عطاالله محمدي | فبروري 1st, 2015


د افغان سندرغاړي عبيدالله جان کندهاري جسد په رسمي ډول د زرګونو خلکو په مخکي خاورو ته وسپارل سو.
د تدفين په مراسمو کي چي نن ماپښين ترسره سول، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د تخته پل ولسوال محمود اڅکزي، د عبيدالله جان جسد موندونکي او د هغه د ژوندليک ليکوال عبدالواسع هڅيال او زرګونو کسانو ګډون کړی وو.
د عبيدالله جان کندهاري جسد د ليکوال او شاعر عبدالواسع هڅيال د هڅو په پايله کي چي اطلاعاتو او کلتور رياست او د تخته پل ولسوال مرسته ورسره کړې، د ښوراندام د غره کلي ته انتقال سو. د مرحوم جسد له رېګ سیمي څخه لومړی اطلاعاتو او کلتور رياست ته راوړل سو، چي نن پر دوې بجې له ياد رياست څخه د دفن سيمي ته انتقال سو.
عبدالواسع هڅيال وايي د عبيدالله ژوندليک يې د کتاب په شکل ليکلی چي ډېر ژر به د خلکو تر لاسونو ورسیږي. نوموړي زیاته کړه: زه چي کله د سورغر اوونيزي خبريال وم. ما د عبيدالله جان په اړه يوه لړۍ راپيل کړه. د ده ژوندليک مي وليکی. د ده د وژني په باب مي مالومات راغونډ کړل. وروسته مي وپتېيله چي د عبيدالله جان جسد چي په يوه ورک ځای کي پروت وو، يوه مشخص ځای ته انتقال کړم. دا دی نن وتوانېدو چي جسد يې راوړو.
نوموړي له ولايتي ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه چي خپل ټول امکانات يې په کار اچولي او له ده سره يې هر اړخيزه مرسته کړې ده. هڅيال داراز د حاجي پيرمحمد له زوی څخه مننه وکړه چي د شهيد د جسد لپاره يې ۱۴ جريبه مځکه ورکړې، تر څو پر قبر يې مقبره جوړه سي.
افغان سندرغاړی عبيدالله جان کندهاری ۳۴ کاله وړاندي د کندهار په رېګ سيمه کي چي د پاکستان پر لوري روان وو، چي ووژل سو. نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کي زرګونه سندري ويلي او تر اوسه بې کچي مينه وال لري.

Copyright Larawbar 2007-2024