کور / تازه خبرونه / ملي دفاع وزارت د ۱۲ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت د ۱۲ وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ

ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي او ځانګړو عملياتو كې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هلمند، فارياب او زابل ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د وسله والو مخالفينو د درنې وسلې بريد او ماين چاودنه كې د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي دي.
خپله وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.