د کندهار – او هلمند پر لو لاره ځان وژونکي حملې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
عطاالله محمدي
نن غرمه دولس بجې د کندهار – هرات پر لويه لار د هلمند د ګرشک او د کندهار د ميوند ولسواليو ترمنځ د عامه ساتني پر پولیسو ځآن وژونکي حمله سوې.
حمله د خاک چوپان او لښګرګاه دوراهي ترمنځ د موټر بم په وسيله ترسره سوې ده.
ځايي سرچينې وايي، چي د بريد له امله دوه پولیس وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي.
ويل کېږي، چي بريد مشخصا د پولیسو د اکمالاتي کاروان د قوماندان او مرستيال پر موټر سوی او دواړه پکښي وژل سوي دي.
تر اوسه د کندهار او هلمند چارواکو په دې اړه څه نه وايي او دواړه د بريد سیمه خپل مربوط نه بولي.
درې اوونۍ وړاندي هم په دې سیمه کي د عامه ساتني پولیس تر بريد لاندي راغلل او پر مهال يې ۱۸ پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول.