کور / تازه خبرونه / په ۲۰۱۲ كال به په نړۍ كي اووه ميليارډه انسانان ژوند كوي

په ۲۰۱۲ كال به په نړۍ كي اووه ميليارډه انسانان ژوند كوي


د امريكا د نفوس شمېرني ادارې خبر وركړ، چي په را روانو څلورو كالو كي به د نړۍ په نفوس كي ۳ سوه ميليونه كسان اضافه سي، چي د نړۍ د ټولو انسانانو شمېر به اووه مليارډو ته وخېژوي.
د امريكا د نفوس شمېرني ادارې په خپل تازه خپاره سوي راپور كي ويلي، چي د امريكا متحده ايالات اوس درې سوه څلوېښت ميليونه نفوس لري، چي په نړۍ كي تر چين او هند وروسته تر ټولو ګڼ مېشتى هيواد دئ.
د راپور له مخي په ۱۹۹۹ كال د نړۍ د ټولو انسانانو شمېر شپږ ميليارډه وو، خو د ۱۳ كالو په تېرېدو به يو ميليارډ زياتوب پكښي راسي.