له ايرانه راشړل سوې افغانه کورنۍ په بېوزلي کي شپې او ورځي تېره وي

عطاالله محمدي | فبروري 5th, 2015


په کندهار هغه درې کورنۍ د سختي بېوزلۍ سره مخ دي ، چې تر شلو کلونو اوسېدلو وروسته ايران هيواد په زور خپل هيواد ته را شړلي او نارينه يې ټول ورڅخه ګرځولي او زنداني کړي دي.
دا درې کورنۍ ۲۵ تنه ښځي او ماشومان لري او نارينه يې ټول په ايران هيواد کي د ايران حکومت د قتلونو په تور نيولي او زنداني کړي دي .
د دې کورنۍ ښځينه غړي چې دا مهال د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته نژدې په ريګي کلاچه کي اوسيږي د سختي بېوزلۍ سره مخ دي او د دولت څخه د پاملرني غوښتنه کوي .
دا بېوزله کورنۍ وايې ، چې د ايران د دولت له لوري نيول سوي کسان يې بې ګنا دي او د افغان دولت څخه غوښتنه کوي چې په خوشي کيدو کې يې مرسته وکړي .
په کندهار کې دکډوالو اوراستنيدونکو چاروريس محمداعظيم نوابي وايي چي له دې موضوع څخه هيڅ خبر ندى اونه هم دوی ته چاه مراجعه کړى ده، په وينا يې له حاله به يې ځان خبر کړي تر څو يي ستونزي حل او ور سره د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته وکړي.
نوموړى وايي هغه کورنى چي له ګاونډي هيوادونو څخه دي ولايت راغلي دي ټولي له دوي سره ثبت دي اوپرخپل وخت يي له ټولو سره لازمي مرستي کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024