کندهار: د برېښنا د جوړېدو لپاره يوه بله ژمنه
عطاالله محمدي
ډېر ژر به د ۱۰ مېګاواټه لمريزي برېښنا د پروژې عملي چاري پيل سي
د کندهار د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د کندهار لپاره به د لس مېګاواټه لمريزي برېښنا د پروژې عملي چاري ډېر ژر پيل سي.
دا څرګندوني مرستيال والي عبدالعلي شمسي نن يکشنبه سهار په يوه غونډه کي چي په ولايت مقام کي د تېري اداري غونډي پر اساس د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په سپارښتنه جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د مرستيال والي تر څنګ د برېښنا رئيس انجنېر سيدرسول، د مځکو د خپلواکي ادارې رئيس نورالله نوري، د ښاروالۍ، مستوفيت او ځينو نورو ادارو استازو ګډون کړی وو.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د دغي لس مېګاواټه برېښنا مالي لګښت ۱۵ ميليونه ډالر د يو ايس ای ډي له خوا برېښنا شرکت ته ورکول کيږي او ياد شرکت يې عملي چاري مخته وړي.
ښاغلي شمسي وويل د دغي پروژې لپاره يې د کابل-کندهار پر لويه لار په دامان ولسوالي کي ۱۶۰ جريبه مځکه ځانګړې کړې، چي ډېر ژر به ورباندي عملي چاري پيل سي.
د هغه په وينا تر دامهاله يې مقدماتي او تدارکاتي چارو دوام درلود او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه وکړه چي د مځکي اسناد دي سبا ته چمتو کړي تر څو کابل ته يې د تثبيت لپاره ولېږي.
ښاغلي شمسي يادونه وکړه چي د ولسمشر اشرف غني له لومړنيو پلانونو څخه د کندهار لپاره برېښنا برابرول دي. هغه زياته کړه ولسمشر د کندهار د برېښنا لپاره نهايت جدي دی، تر څو د کندهار اوسېدونکي له دايمي برېښنا څخه برخمن سي.