کور / تازه خبرونه / حامد کرزی: رسنۍ دې د ملي ګټو په ساتلو کې همغږې وي

حامد کرزی: رسنۍ دې د ملي ګټو په ساتلو کې همغږې وي

مخکنی ولسمشر حامد کرزی وایي چې افغاني رسنۍ باید ډېره هڅه وکړي چې د ملي ګټو او ملي حاکمیت په ساتلو کې یو غږ و اوسي او زیاتوي چې پخوا د ژوند پېښو افغانان په یوه بې غږه ملت بدل کړي وو او دغه کار د دې لامل شوی و چې ګاونډیان د افغانانو د مالکیت دعوه وکړي.

حامد کرزي دغه څرګندونې پرون د پژواک خبري اژانس له کار کوونکو سره په خپل دفتر کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

حامد کرزي زياته کړې چې پر ټولو ننګونو او ستونزو سربېره يې بيا هم د بيان د ازادۍ او مطبوعاتو د ساتلو او پراختيا لپاره هڅه کړې، خو تر ټولو زياته هڅه يې خپله د رسنيو او ځوانانو په اړه وه.

د کرزي په وینا چې په افغانستان او سيمه کې د رسنيو ازادي بې ساري ده.

حامد کرزي دغه راز ویلي چې مطبوعات بايد زياته هڅه وکړي چې د ملي ګټو او ملي حاکميت په ساتلو کې يو غږ ولري.