کور / تازه خبرونه / د پاكستان پوځي الوتكه د امتحاني پرواز پر وخت ولوېده

د پاكستان پوځي الوتكه د امتحاني پرواز پر وخت ولوېده


د پاكستان د هوايي پوځ اداره وايي د شنبې په سهار يې په فيصل آباد كي يوه جنګي طياره ولوېده.
دغه جيټ FT7 الوتكه چي امتحاني پرواز يې كاوه، له فيصل آباد څخه ۲۵ كيلومتره د ډجكوټ په سيمه كي لوېدلې ده.
د پاكستاني چارواكو په وينا د الوتكي پيلوټ او لارښود دواړه ژوندي دي.
د الوتكي د لوېدلو علت ظاهراً تخنيكي ستونزه په ګوته سوې ده.
دا په ۱۵ ورځو كي د پاكستان د هوايي ځواك دوهمه الوتكه ده چي د امتحاني پرواز پر مهال لوېږي.