کور / تازه خبرونه / هلمند: له طالبانو خوابدی د داعش شکمن قومندان وژل سوی دئ

هلمند: له طالبانو خوابدی د داعش شکمن قومندان وژل سوی دئ

د ملا عبدالروف په نوم د طالبانو له لیکو جلا سوی قومندان د بې پیلوټه طیارې په یوه حمله کي وژل سوی دئ.
راپورونه وايي ملا عبدالروف له څلورو پاکستاني ملګرو سره یو ځای وژل سوی دئ.
ملا عبدالروف د طالبانو نظامي قومندان وو، چي څو کاله په ګوانتانامو کي بندي سوی وو، تر ایله کېدو وروسته په کابل کي اوسېدئ، چي په ۲۰۰۹ کال بیرته د کوټي له شورا سره یو ځای سو.
د نوموړي په باب ویل کېدل چي په کجکي ولسوالي کي یې د طالبانو پر ضد او د داعش په ګټه فعالیت کاوه. تېره اونۍ داسي خبرونه هم خپاره سول چي ملا عبدالروف له ۴۵ ملګرو سره ځایي طالبانو نیولی دئ، خو دا چي نوموړی بیرته څنګه خوشي سوی وو په باب یې تر اوسه معلومات نه دي خپاره سوي.