د انتخاباتي اصلاحاتو په ګرد کي ورک پارلماني انتخابات
عطاالله محمدي
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره د مونیخ په امنیتي کانفرانس کې د ولسمشرڅرګندونو او د انتخاباتو د اصلاح کیدو په اړه مطالبو او تبصرو ته ځانګړي کړي دي.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې د ولسمشراشرف غني خبرې را اخیستي، چې ویلې یې دي، د افغانستان هیرول به نړېوال امنیت ته ناوړه نتیجې ولري.
د هېواد په دې مطلب کې راغلي هرکله که موږدا موضوع له یاده وباسو او خپله توجه بلې خواته کړو، نو خطرناکې پایلې به ولري.
د همدې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی نړېوال یو پربل د انتقادونو پرځای باید ستونزې حل کړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي نړېوال دې هرهغه ځای او ډله په نخښه کړي چې نړېوال امنیت ته یې ستونزې پيدا کړي او هغه ځای ټولو ته روښانه دی.
د لیکوال په باورکه چېرې نړېوال دغه کار ونه کړي نو نړۍ به له دې هم له سترو سترو ننګونو سره مخ شي.
انیس:
بلې دولتي ورځپاڼې انیس د جمهوري ریاست د دویم مرستیال سروردانش له قوله لیکلي د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د حکومت، پارلمان، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ترمنځ هماهنګي ته اړتیا لیدل کيږي.
همدې ورځپانې په یوه ځانګړي مطلب کې لیکلي په لازم وخت کې په انتخاباتي کمېسیونو کې اصلاحات په کمېسیونو باندې د خلکو باور زیاته وي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي د انتخاباتي اصلاحاتو په ګرد کې ورک پارلماني انتخابات.
د لیکوال په باورداسې ښکاري چې په کور دننه او بهرکې یو شمېرکړۍ غواړي چې پارلماني انتخابات وځنډیږي.
ویسا:
بلې خپلواکې ورځپاڼې ویسا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ایا ریښتیا انتخاباتي نظام سمون غواړي؟
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتوله مخې د انتخاباتو په بهیر کې په ناخوالو، ستونزو، درغلیو سترګې نه شي پټېدای.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د انتخاباتي کمېسیونونو د اصلاحاتو لپاره یوه لوری پر دې ډېراستدلال کوي، چې د ملي وحدت حکومت په تفاهم کې پردې پرېکړه شوې ده.
د لیکوال باور اوس که استدلال وشي چې د دوو تنو یادوو ګروپونو ترمنځ که هرډول ناروا د قوانینو او اصولو پر خلاف پرېکړه وشي بیا یې هم پابندي ضروري ده.
د ویسا د سرمقالې په پای کې راغلي راځی نور د ولس د اغفال پر ځای هغوی ته حقایق ووایو او اداري د څو کسانو د هوسوله قربانیو خلاصې کړو.