په افغانستان کي د يونيسف مسوول د کندهار له سرپرست والي سره وکتل

عطاالله محمدي | فبروري 11th, 2015


په افغانستان کي د يونيسف عمومي مسوول او ورسره پلاوي د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.
په غونډه کي چي نن چهار شنبه سهار په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، په افغانستان کي د يونيسف مسوول اخيل لاير او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.
په افغانستان کي له کوچنيانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړيواله ادارې يا يونيسف مسوول اخيل لاير وويل چي دوی غواړي د هيواد په شپږو ولاياتو کي خپل فعاليتونه ګړندي کړي، چي له هغو شپږو ولاياتو څخه ۴ د سوېلي زون ولاياتونه دي. نوموړي زياته کړه دوی غواړي خپل ټول کوچني دفترونه تقويه کړي، تر څو په هغو ولاياتو کي چي د کوچنيانو د مړيني کچه زياته وي او تعليمي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري، خپل فعاليتونه چټک او پراخ کړي.
نوموړي وويل دوی د صحي برخي تر څنګ په تعليمي برخه کي هم کار کوي، تر څو ماشومانو ته د زده کړي اسانتياوي مهيا سي. هغه زياته کړه چي دوی به نه يوازي په ښار کي فعاليتونو ته دوام ورکوي، بلکي ولسواليو ته به هم اسانتياوي ورسوي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له يونيسف ادارې څخه مننه وکړه چي په کندهار کي يې په صحي برخه کي ښه فعاليتونه کړي او له عامي روغتيا رياست سره يې هر وخت همکاري کړې ده. ښاغلي ويسا وويل چي څو کاله مخکي يونيسف د کندهار له اړتياوو معلومولو پرته پخپل سر پروژې پلي کولې، خو له درو کالو راهيسي يې له عامي روغتيا رياست په پوره همږغۍ او د کندهار اړتياوو ته په کتو پروژې عملي کړي دي.
ښاغلي ويسا وويل چي ځيني مرستندويه ادارې اکثره وختونه پخپلو کي له همږغۍ پرته يوازي نژدې ولسواليو ته خپل فعاليتونه غځوي، چي له دې سره يو خو په تعليمي، صحي او خوراکي برخو کي په مساويانه ډول او له اړتيا سره سم مرستي نه رسيږي، بل دا چي د ليرو ولسواليو اوسېدونکي له مرستو څخه بې برخي پاته وي. هغه ټينګار وکړ چي د يونيسف مرستي بايد د نژدې ولسواليو تر څنګ ليرو ولسواليو ته هم وغځيږي او د ملګرو ملتونو ټولي مرستندويه ادارې بايد پخپلو کي همږغي سره ولري، تر څو له اړتيا سره سم پروژې پلي کړي. نوموړي وويل اوس د ولسواليو امنيت تامين دی او ټولي ساحې د حکومت تر تسلط لاندي دي، ځکه نو بايد ولسواليو ته روغتيايي اسانتياوي ورسول سي. د هغه په خبره چي که يونيسف په يوه مرکزي ولسوالۍ کي يو روغتيايي مرکز جوړ کړي، نو د شاوخوا ولسواليو ټول اوسېدونکي له دې مرکز څخه استفاده کولای سي.
د کندهار سرپرست والي داراز وويل چي د يونيسف په شمول بايد ټولي مرستندویه ادارې د افغانانو د ظرفيت لوړولو په برخه کي هم کار وکړي، تر څو د مرستندويه ادارو په نه شتون کي خپله افغانان د دې جوګه سي چي خلکو او ولسواليو ته اسانتياوي مهيا کړي.
سرپرست والي وويل په هره پروژه کي بايد ځوانانو او مېرمنو ته د کار زمينه برابره سي. هغه وايي: زما ډېره توجه ځوانانو او مېرمنو ته ده. دغو دوو طبقو ته بايد خامخا کار پيدا سي او مسجد، ښوونځي او کور بايد سره يو ځای سي، تر څو موږ په اسانۍ وکولای سو يو پيغام تر ټولو ورسوو او د دوی تر منځ فاصله راکمه کړو.

Copyright Larawbar 2007-2024