د هندوستان صدراعظم نارندرا مودي له جمهور رئیس غني سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د لراوبر اداره | فبروري 13th, 2015


د هندوستان صدراعظم نارندرا مودي د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره نن سهار ټیليفوني خبرې وکړې.

په دغو ټیلیفوني خبروکې د هندوستان صدراعظم د ۲۰۱۵ میلادي کال د نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لارې موندنې له امله جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله او په دغو سیالیو کې یې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د بریالیتوب هیله وکړه.

نارندرا مودي په دې باندې خوښي څرګنده کړه چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو یو بل غړی هېواد هم د نړیوال جام په سیالیوکې شامل دی.

د هند صدراعظم د کرکټ لوبه د هېوادونو د نیږدیوالي او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه ښه وسیله وبلله.

وروسته هند ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر په اړه خبرې وشوې او د دواړو هېوادونو مشرانو پریکړه وکړه چې د افغانستان او هندوستان پلاوي دې د دغه سفر د نېټې او اجندا په باب بحث او خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني د ښاغلي نارندرا مودي له ټیلیفوني اړیکې څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې افغانستان او هند له یو بل سره ډیرې نیږدې اړیکې لري او هیله ده چې دغه هېواد ته زما سفر د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا سبب شي.

Copyright Larawbar 2007-2024