کور / تازه خبرونه / په پېښور کې د شیعه ګانو پر جومات برید شوى

په پېښور کې د شیعه ګانو پر جومات برید شوى

پېښور : دبي بي سي د خبر له مخې دریو بریدګرو د خیبر پښتونخوا ایالت مرکزي ښار پېښور کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید کړی، چې له امله ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دی.د حیات اباد سیمې دغه برید کې پولیسو او بریدګرو تر منځ نښته شوې ده.وروسته چارواکو وویل، یوه برید ګر په ځان پورې تړلي بارووت وچوول، یو یې ونیول شو او یو بل په ډزو ووژل شوپېښه حیات اباد پاسپورټ دفتر ته نژدې د شیعه ګانو یوه جومات کې هاغه مهال وشوه، چې ځايي خلک د جمعې لمانځه لپاره جومات کې وو.د پېښور پولیسو یوه مشر خبریالانو ته د پېښې په ځای کې ویلي، چې دریو یا څلورو بریدګرو دغه برید کې برخه درلوده.یوه ځايي چارواکي ویلي، چې دوو بریدګرو لومړی پر جومات د لاسي بمونو برید وکړ.د پولیسو په وینا لومړی ډزې وشوې او وروسته دوه ځانمرګي بریدګر جومات ته ننوتل.د پولیسو په وینا لومړی ډزې وشوې او وروسته دوه بریدګر جومات ته ننوتل د پېښې ټپیان حیات اباد روغتون ته لېږدول شوي دي. د ډېری ټپیانو روغتیايي حالت په اړه ویل شوي، چې ښه نه دی.پاکستاني طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی او وايي دا د ډاکټر عثمان د اعدامولو غچ اخیستنه ده. له بریده وروسته په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.