په کندهار کي د ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو .
عطاالله محمدي
په کندهار کي د ملي فوځ ځايي مسوولينو د کندهار په بېلابيلو سيمو کي د ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکړ .
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه وايې ، چې تيرو اته څلويښت ساعتونه يې سرتيرو د کندهار په ميوند ، ژړۍ او غورک ولسواليو کي د باور په نوم عمليات تر سره کړي دي ، چي پر مهال يې ديرش وسله وال وژل سوي دي .
خبرپاڼه وايې ، چي په عملياتو کي يو تن وسله وال ژوندی هم نيول سوی دی ، د فوځ سرتيرو ته د زيانونو په اړه څه نه دي ويل سوي .