کور / تازه خبرونه / دشاه جوۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کي ټپي سو

دشاه جوۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کي ټپي سو

د زابل ولايت د شاه جوۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان پخپل کور کي په يوه چاودنه کي له خپلو څو تنو ملګرو سره يوځای ټپي سوی .
دغه چاودنه نن مازیګر څه باندی څلور بجې د کلات ښار اړوند د میرویس میني په سیمه کې د شاه جوي ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد الله احمدی په کور کې رامنځ ته سوې ده .د زابل د امنې قوماندانۍ د امنیت امر وايي چې په چاودنه کې د شاه جوي د قوماندان په ګډون اته تنه ژوبل سوي دي چې سمدستي د پولیسو له لوري روغتون ته لیږدول سوي او ډاکترانو یې حالت سم ښودلی دی .فراهی زیاته کړه چې چاودنه د نوموړي د میلمستون په داخل کې د لاسي بم د چاودنې له امله رامنځ ته سوې ده او لاسي بم کیلي هم د کوټې په داخل کی پيدا سوي