کور / تازه خبرونه / قطر: امریکا او طالبانو یووار بیا د سولي خبري شروع کړې

قطر: امریکا او طالبانو یووار بیا د سولي خبري شروع کړې

رویټرز آژانس وايي د طالبانو د استازو او امریکا د حکومت ترمنځ د سولي خبري نن د پنجشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کي پسله شلومیاشتو شروع سوې.
راپور وايي د طالبانو استازي او د امریکا د حکومت مامورین به د افغانستان د سولي په باب سره وږغېږي، خو د افغان حکومت د استازو د ګډون په هکله څه نه دي ویل سوي.
بي بي سي وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سولي د خبرو بیا پیل نه دئ منلی، خو د آزادۍ راډیو پښتو څانګه بیا د همدې ذبیح الله مجاهد په حواله وايي د طیب آغا په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي په قطر کي له امریکايي استازو سره خبري شروع کړي دي.

بلي خواته د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم پرون په کابل کي د سولي د خبرو د جریان په باره کي له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جهادي ډلو له مشرانو سره ولیدل.
د ولسمشر اشرف غني دغه کتنه کابل ته د پاکستان د لوی درستیز او د استخباراتو د رئیس تر راتګ وروسته ترسره سوه. ولسمشر غني وویل د پاکستان استازو ورته ویلي چي طالبان حاضر دي له حکومت سره د سولي خبرو ته کښېني او په څو اونیو کي به افغان ولس د دې هلو ځلو مثبته نتیجه وویني.

د قطر دفتر چي د امریکا په مالي مرسته په ۲۰۱۳ کال خلاص سوی وو، د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کي ځکه د افغان حکومت د انتقاد له امله وتړل سو، چي طالبانو د خپل حکومت بیرغ پر وځړاوه، د خپل حکومت سرود (ترانه) یې پکښي وږغول، چي دا کار یې افغان حکومت د طالبانو د موازي حکومت د اعلان په معنی تعبیر کړ.