ويسټ انډيز، پاكستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې وركړه

عطاالله محمدي | فبروري 21st, 2015


ویسټ انډیز او پاکستان چې تر دې وړاندې یې لومړنۍ سیالۍ بایللې وې نن په دې کوښښ کې وه چې په هریو سیالي وګټي.
په ۳۶ اورونو کې ویسټ انډيز د ۳ ویکټو په سوځېدو ۱۶۷ منډې کړې وې خو په وروستیو ۱۴ اورونو کې يې بیا ۱۴۳ منډې جوړې کړې.
ویسټ انډیز په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۱۰ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.
پاکستان د کرکټ یو ورځيني سیالیو په تاریخ کې تر ټولو بد پیل و. په ۱ منډه د پاکستان ۴ ویکټې وغورځېدلې. ۵ مه ویکټ بیا په ۲۵ منډو وغورځېدله او د حالاتو داسې ښکارېدله چې ښايي پاکستان په ډيرو کمو منډو وسوځي.
خو وروسته صهیب مقصود او عمر اکمل په ګډه ۸۰ منډې جوړې کړې خو دواړه لوبغاړو په ترتیب سره ۵۰ او ۵۹ منډې جوړې کړې او وسوځېدل.
شاهد افریدی بیا یوازيۍ ۲۸ منډې جوړې کړې. د افریدي د سوځېدو وروسته پاکستان ټوله لوبډله په ۱۶۰ منډو وسوځوېدله.
ویسټ انډیز پاکستان ته په ۱۵۰ منډو ماتې ورکړله چې په نړیوال جام کې تر ټولو سخته ماتې ده.
پاکستان بله سیالي دمارچ په لومړۍ نېټه د زمبابوۍ پر خلاف لري

Copyright Larawbar 2007-2024