کور / شعر / د کويټي د يوه ځوان شاعر حافظ رحمت نيازي غزل

د کويټي د يوه ځوان شاعر حافظ رحمت نيازي غزل

په كوټه كې د ځوان شاعر حافظ رحمت نيازى درې شعرونه. ښاغلى حافظ نيازى په ځوانو شاعرانو كې ډېر ښه او پاخه شعرونه ليكي.


 


حافظ رحمت نيازى


غزل


چي خوله يې كړه د بل په وينو سره لكه بلا
ښكارېږي ورته اوس خپله سايه لكه بلا
پرون چي يو ځاى ما او تا پرې كړى و سفر
نن خولې را لګوي هغه كوڅه لكه بلا
چي پاته د مقتول وله، هغه سخته بدله
قاتل ته په خيالو كې تله راتله لكه بلا
زما د زړه په غولي كې شي نوى غوندې شور
چي ستا د تندي خال شي را ښكاره لكه بلا
حافظه! هغه تېرې زمانې را يادوي
و ماته شوه دا خپله حافظه لكه بلا

………………………………………….


غزل


ته كښېنه په دې ځاى كې سم سهي په نيمه شپه
دوى وايي چي جانان دلته راځي په نيمه شپه
ساتلې ټوله ورځ وي په بڼو كې اوښكې ما
را توى شي بې اختياره دا غمي په نيمه شپه
فردوس لكه مېزبان هغوى ته وايي هركلى
تندي چي څوك پر مځكه باندې ږدي په نيمه شپه
تر څو به مي وسواس د زړه په كور كې وي ژوندى
تر څو به مي ستا غم را ويښوي په نيمه شپه
حافظه! له دې كلي به خفه وي خود اسمان
غپېږي يې ډېر خلك لكه سپي په نيمه شپه

……………………………………


غزل


روغه كه كوو كه نه، خو جنګ به ګوره نه كوو
دا د سر سودا به په چا باندې وروره نه كوو
اوس پكې بايد چي د تڼاكو ترجمه وشي
اوس به شاعري پر زلفو باندې نوره نه كوو
لوټه د وطن په غصب باندې هم له چا نه وړو
غلا شايد كوو، خو غلا له خپله كوره نه كوو
موږ چي خداى منو نو دا صفت به خامخا لرو
موږ ښه زندګي دلته د چا له زوره نه كوو
چېرې يې پردى سړى حافظه! شرنګى وانه وري
لاس ته د ښيښو بنګړي له ډېره شوره نه كوي