" /> " /> " /> " /> كاناډا د كندهار محبس د جوړولو اعلان وكړ  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / كاناډا د كندهار محبس د جوړولو اعلان وكړ video

كاناډا د كندهار محبس د جوړولو اعلان وكړ video

د كندهار عمومي محبس چي تېره اونۍ د طالبانو په يوه بريد كي كنډ اوكپر سو، كاناډا يې د بيرته جوړولو ژمنه وكړه.




په كندهار كي د كاناډا د بهرنيو چارو وزارت استازى اليسا ګولډ برګ وايي د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ايمرسن د خپل هيواد له خوا د كندهار د محبس د جوړولو ټټر وډباوه، چي ډېر ژر به كار ورباندي پيل سي.
كاناډا تر دې دمخه هم په افغانستان كي د بيا رغوني او تعليمي پروژو په برخه كي مرستي كړي دي.
د كندهار عمومي محبس چي ښار ته څرمه د سرپوزې په سيمه كي موقعيت لري، د طالبانو په بريد كي يې ډېره برخه ونړېده.
كه څه هم په دې بريد كي د محبس مخته د سړك پر دواړو غاړو د خلګو په لسونو دكانونه نړېدلي دي، خو كاناډا يي استازي دا نه دي ويلي، چي د دكانونو په جوړولو كي به هم مرسته وكړي كه يا.
د جون پر ۱۳ مه شپه چي طالبانو د كندهار پر محبس بريد وكړ، چارواكي وايي طالبانو په محبس كي ناست ۸۸۶ تنه سياسي او جنايي بنديان آزاد كړل.