په اسلام اباد کې د مورنيو ژبو نړيواله ورځ ولمانځل سوه
د پاکستان د نورو ايالتونو ترڅنګ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د مورنيو ژبو نړيواله ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل سوه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د آبپارې په تالار(کميونټي هال) کې يو پرتمين سيمينار جوړسوی و، چې مشري يې د سناتور روف لالا پر غاړه وه. په سيمينار کې د ګوند مشرانو، پوهانو، ليکوالانو، محصلينو او له مورنۍ ژبې سره مينه لرونکو په لسګونه کسانو ګډون کړی و.
سيمينار د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سو، چې له هغه وروسته د ګوند د اسلام اباد څانګې مشر حاجي عبدالقيوم اڅکزي مېملنو ته ښه راغلاست ووايه او د سيمينار اهداف يې تشريح کړه.
له هغه وروسته د ګوند مشرانو، ليکوالانو او پوهانو د سنا غړي روف لالا، غني خټک، اکبرهوتي، افکار، راناابرار، عيسی روشان، ډاکټرحيران خټک، خان زمان کاکړ او لال زمان خټک په خپلو ويناوو کې په ټوليزه توګه د ژبو پرارزښت او په ځانګړې توګه د مورنيو ژبو پر ارزښت رڼا واچوله او ويې ويل، چې ژبې پرهويت، پوهاوي، ټولنيز يوځای کېدو او انکشاف باندي د ژورو اغېزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره ستراتيژيک ارزښت لرونکې دي. ژبې د همکارۍ، عمومي بشري شعور د ځواکمنۍ او کلتوري ميراثونو د ساتنې مهمې وسېلې دي.
ويناوالو زياته کړه، چې په مېلادي کال ۱۹۴۸ کې د پاکستان بنسټ ايښودونکي محمدعلی جناح اردو ژبه د پاکستان رسمي ژبه اعلان کړه، خو د ختيځ پاکستان ( بنګله دېش) ولس ته دا د منلو وړ نه وه. د پرېکړي په ضد بنګالي محصلين په مېلادي کال ۱۹۵۲ کې د فبرورۍ پر يويشتمه نېټه په ډاکه کې لاريون ته راوتلي و، چې ورباندي د اوسني پاکستان پوليسو ډزي وکړې او بنګالي محصلين يې د پوهنتون مخ ته شهيدان کړه.
د پاکستان په ماتېدو او د بنګله دېش په جوړېدو کې د بنګاليانو د مورنۍ ژبې او بنګالي ملتپالنې احساس اساسي رول لوبولی و. په ۲۰۰۰مېلادی کال کې د ملګرو ملتونو علمي، تعليمي او کلتوري سازمان يونيسکو دغه ورځ د مورنيو ژبو نړيواله ورځ وګرځوله.
د پاکستان د ١٩٧٣مېلادي کال د اساسي قانون په ٢٦٤ ماده کې د اتلسم اصلاحي پرېکړه ليک تر تصويبېدو وروسته په ايالتونو کې په مورنيو ژبو د لومړنيو زدکړو اجازه ورکړل سوې، خو تراوسه په دې لړ کې عملي ګامونه نه دي اخيستل سوي. ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې برابرول د هغوی حق دی. او ژبه د پرمختګ او د فرهنګ د بډاينې سبب ګرځي. حکومت، نادولتي اورګانونه او د مدني ټولنې فعالين بايد په دې لړ کې خپل رغنده رول ولوبوي. او د ژبې او فرهنګ د ساتنې لپاره دي په ښوونيزو مرکزونو کې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې د امکاناتو په برابرولو کې جدي ګامونه واخلي. ماشومانو ته بايد په هغه ژبه زده کړې ورکړل سي. چې دوی بايد پرې وپوهيږي. ځکه دا دوی ته حياتي ارزښت لري. او د دې ضمينه مساعدوي، چې له باکيفيته پوهنې برخمن سي.
وينا والو زياته کړه، پښتو او پښتانه پنځه زره کلن تاريخ او پراخه جغرافيه لري. په نړۍ کې دا مهال په ميليونونه خلک پښتو ژبه وايي.خو دلته دولت، بادار او دربارتل د پښتو ژبې په ضد پاتي سوي. د پښتانه وطن په تېرو څو لسيزوکې له ناورين سره مخ سوی دی، سلګونه شملورقبايلي پښتانه وژل سوي او ميليونونه پښتانه کورکلي پرېښوولو ته اړ سوي دي. خو پښتو اوس هم ژوندۍ ده او خپل وجود يې له لاسه نه دی ورکړی. په نړۍ کې اووه زره ژبې ويل کېږي. او پښتو د نړۍ د لومړي قطار په ژبو کې شامله ده. په پاکستان کې ترټولو زياته ويونکې دوهمه ژبه پښتو ده. خو د پښتو ليک دود خپل نه بلکې د عربي ژبې تر اغېز لاندې دی. او پښتنو تراوسه د خپل ليک دود د برابرولو توان نه دی موندلی.
پښتنو مشرانو بايزيد روشان، خوشال خان خټک، احمدشاه بابا، باچاخان، خان شهيد، اجمل خټک او نورو د پښتو ژبې د ودې او لا پياوړټيا لپاره ستونزې ګاللې دي. پښتو د پښتون ولس ژبه ده، څوک چې د غرونو، رغونو، سيندونو او ځنګلونو څښتن دي. خو د خوشال خبره چې پښتو اوس هم بکره پرته ده. د دې له جمال څخه د پلو پورته کولو ته اړتيا ده، ځکه چې ژبه قامونه او ولسونه ژوندي ساتي.
ليکوالې او سياسي مشرې آغلې عصمت شاه جهان وويل، په مورنۍ ژبه ښوونه د ملي هويت په ساتلو کې بنسټيز رول لوبوي. او دغه ډول غونډې جوړل د ځوانانو د شعور راويښولو لپاره اړينې او ګټورې تمامېږي.
ځوان ليکوال او شاعر عارف تبسم د وينا پر مهال وويل، په نړۍ کې چې کومو قامونو پرمختګ کړی، هغو زده کړې په خپله مورنۍ ژبه کې کړې دي. د ژبې پرمختګ د قومونو په پرمختګ پوري تړلی دی. خو موږ د نن په پرمختللې نړۍ او د ټيکنالوژۍ په دې عصر کې هم له دې حق څخه بې برخې يو او په دې لړ کې واک نه لرو. د واک ترلاسه کول مبارزې ته اړتيا لري. د تسبم په وينا، ترڅو چې پښتو د نصاب برخه نه وي ګرځول سوې، د پښتنو د علمې سويې لوړېدا امکان نه لري.
غونډه د پرېکړه ليک چې (پښتو دي دولتي، عدالتي او نصابي ژبه ورګرځول شي) په صادرولو پای ته ورسېده، چې د ټولو ګډون کوونکو له خوا په اتفاق سره تاييد سوه.
facebook.com/rafiullah.mandokhail