کور / تازه خبرونه / پخواني ولسمشر وایی چې د هغو ٣٠ مسافرو د خلاصېدو هڅه کوي

پخواني ولسمشر وایی چې د هغو ٣٠ مسافرو د خلاصېدو هڅه کوي

دغه څرګندونې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر
عبدالعلي مزاري د وژل کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

ولسمشر کرزي په زابل ولايت کې د تښتول شويو مسافرو په اړه وويل، چې هڅه
کوي، ترڅو له وسله والو څخه برمته شوي کسان خوشې او خپلو کورونو
ته يې وسپاري.

د روانې مياشتې په ٤مه، ياد شوي مسافر، کله چې له ايران څخه د راګرځېدو
پر مهال له هرات څخه کابل ته راتلل، له ٣٠٣ ډوله موټر څخه د زابل په
شاجوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

خو وسله والو طالبانو، نن د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياد شوي
کسان د دوى له لوري نه دي تښتول شوي