کور / تازه خبرونه / طالبان: د کندهارـ کابل پر لار ۳۰ تنه لارویان موږ نه دي تښتولي

طالبان: د کندهارـ کابل پر لار ۳۰ تنه لارویان موږ نه دي تښتولي

د وسله والو طالبانو ویاند په لومړي ځل د کابل او کندهار پر لویه لار د ۳۰ تنو لارویانو تښتول رد کړل.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي له هغي ورځي راهیسي چي دغه کسان تښتول سوي، د دوی له خوا تحقیقات شروع سول او د څېړنو پایله ښيي چي یاد کسان د طالبانو د هیڅ ګروپ له خوا نه دي تښتول سوي.
قاري یوسف احمدي وايي نه یوازي طالبانو دغه کسان تښتولي نه دي، بلکي د تښتوونکو په باب معلومات هم نه لري.
شاوخوا لس ورځي دمخه د هیواد په هزاره قوم پوري اړوند ۳۲ تنه د نا معلومو وسله والو له خوا د کندهار او کابل پر لویه لار له یوه ۳۰۳ موټر څخه پر نامعلوم لوري وتښتول سول، چي په لومړيو کي دا کار د طالبانو او وروسته د داعش ډلي اړوند کسانو پوري وتړل سو.
د دې کسانو له منځه یو تن سپین ږیری خوشي سوی، خو نور یې تر اوسه بندیان دي.
بلي خوا ته د کندهار د امنیه قومندان په مشرۍ له پنځو ورځو راهیسي د دې کسانو د خلاصون عملیات شروع سوي دي، چي تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.
د کورنیو چارو وزارت وایي په دې عملیاتو کي یې تر ۱۰۰ وسله وال چي بهرني جنګیالي هم پکښي شامل دي وژلي او یوه قرغیزۍ جنګیالۍ یې په ټپي حالت کي نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي د زابل په خاک افغان او ارغنداو ولسوالیو کي اوس هم د دې کسانو د ژغورني عملیات روان دي.