کور / تازه خبرونه / د اروزګان د ولایتي شورا غړي نن بیا پايلي ته ونه رسیدل

د اروزګان د ولایتي شورا غړي نن بیا پايلي ته ونه رسیدل

د اروزګان د ولایتي شورا غړي نن بیا پايلي ته ونه رسیدل .
اروزګان په ټول هیواد کې یوازنۍ ولایت دی چي لايې هم مشرانو جرګې ته خپل یو سناتور ندی معرفي او نه يې هم د شورا ریس معلوم دی .
پدې برخه کې خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم اندېښنه څرګنده کړې او داروزګان ولایتي مقاماتو ته يې سپارښتنه کړې چي د ولایتي شورا د غړو ترمنځ روانه ستونزه ژر حل کړي .
که څه هم د ولایتي شورا د اداري پلاوي لپاره ټاکنې بلي ورځي ته ځنډول سوي خو د سنا مجلس لپاره نن د محمد حنیف حنیفي او حیات الله فضلي ترمنځ ۲ ځله ټاکنو کې هر یوه مساوي رايې ( څلور ، څلور ) تر لاسه کړې .
اوس نو د ټاکنو د کمیسیون دنده ده چي پدې باب کوم اصل په پام کې نیسي او څوک مشرانو جرګې ته د سناتور په توګه معرفي کوي د اروزګان ولایتي ویاند دوست محمد نایاب لراوبر ته وويل چي د ټاکنو خپلواک کميسیون ولایتي مسئولینو ورته ويلي چي د تحصیل ، کاري تجربې او ځينو نورو معیارونو له مخې خپله وروستۍ پریکړه هغوی کوي .
د اروزګان ولایتي شورا ۹ غړي لري چي ۲ يې ښځينه او ۷ يې نارینه دي .