د افغانستان د کډوالو چارو وزير له پاکستاني چارواکو سره وکتل
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین بلخی د کډوالو په اړه له پاکستانی چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.ښاغلي بلخي د نهه کسیزه پلاوي په مشرۍ پېښور ته تللی و او هلته په يوه غونډه کې چې د خیبر پښتونخوا والي مهتاب عباسي له خوا رابلل شوې وه ګډون وکړ.غونډه کې د پاکستان د سرحدونو او ايالاتو وزير عبدالقادر بلوچ، لومړي وزير پرويزخټک او د پوليسو مشرانو ګډون درلود.ښاغلي عباسي ويل پاکستان راجسترکډوالو ته څه نه وایی. افغان وزير وويل چې د ولسمشر اشرف غني حکومت د کډوالو د بېرته ستنېدو له پاره پلان جوړ کړی دی او دا يې د حکومت له لومړيتوبونو څخه دی دپاکستان حکومت ټینګار کوي چې يوازې د هغو کډوالو پر ضد یې ګامونه اخیستي چې نومونه یې پاکستان کې نه دي ثبت کړي.خو بل خوا افغان مهاجرين وایی چې راجسترکډوال هم د پولیس له خوا له ستونزو سره مخامخېږي.ټاکل شوې ده ښاغلی بلخي ځينې پنډغالو ته هم سفر وکړې.هغه به د سفر پرمهال پاکستان کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې چارواکو سره هم خبری وکړي. د يو اين ايچ سي ار وياندې دونيا خان ويلي ددې سفرپه ترڅ کي به د افغانستان، پاکستان او يو اين ايچ سي ار دری اړخيزه غونډه هم جوړه شي. ښاغلی بلخي سره په نهه کسیزه پلاوي کی د پارلمان دوه غړي مولوي شهزاده شاهد اومحمد یوسف صابر هم شامل دي.اسلام اباد ته له رسېدو وروسته ښاغلي بلخي د پاکستان د بېلا بیلو برخو او کشمیرڅخه راغلي د کډوالو استازو سره په یوه هوټل کی ولیدل او د خپلو مشکلاتو څخه یې خبرکړ.ځنی کډوالو ویل چې پاکستاني چارواکو ورته په یو څو ورځو کی د وتلو امر کړې، چې دوی کاروبار لري او نه شې کولی داسې یی پریږدې. نورو دا هم شکایت وکړ چې کورونه یې د پولیس له خوا تلاشی کیږی.د کمپونو استازو ویل چې برېښنا پرې بنده شوې ده، دوې ویل چې بېرته ستانه شې نو خپلو سیمو ته نه شي ورتلی، ځکه چې دوی هلته د ژوند اسانتیاوې نه لرې.سيد حسين بلخي د کډوالو استازو ته ډاډ ورکړ چې پاکستاني چارواکو سره په خبرو کي به يې په ستونزو خبرې وکړي.له بله خوا افغانستان او پاکستان د افغان کډوالو په قانوني توګه د اوسیدنې لپاره د یوې طرحې پر جوړولو او د کډوالو دستونزو د هوارولو لپاره د یوه ګډې کمیټې پر رامنځته کولو هوکړه وکړه.عالمی بلخی د افغان کډوالو دستونزو د هوارولو په موخه د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر عالمي بلخي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللی و، په دې پلاوي کې د ملي شورا یو شمیر غړي هم شامل ول.په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا رسنیو ته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان پلاوی له سفیر جانان موسی زي او نورو دیپلوماتانو سره یو ځای تیره ورځ د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت ته سفر وکړ.سرچینې زیاته کړې، چې دافغانستان پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزیر جنرال عبدالقادر بلوچ، د سرحد ایالت ګورنر مهتاب احمد خان عباسي، وزیر اعلی پرویز خټک او د خیبر پښتونخوا ایالت نورو چارواکو برخه اخیستې وه.په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو په پاکستان کې دراجستر شویو او غیر راجستر افغان کډوالو د قانوني اوسیدنې لپاره دیوه پراخه طرحې پر جوړولو هوکړه وشوه.دغه راز دواړو لوریو دیوه داسې کمیټې پر جوړولو هم پریکړه وکړه، چې دافغانستان دسفارت او د خیبر پښتونخوا ایالت د حکومت استازي به یې غړیتوب لري او دافغان کډوالو د ستونزو د هواورو هڅه به کوي.