کور / تازه خبرونه / د نا ثبت شویو افغان کډوالو پر راجستر کولو موافقه شوې

د نا ثبت شویو افغان کډوالو پر راجستر کولو موافقه شوې

اسلام اباد: دبي بي سي دخبرله مخې .پاکستان او افغانستان د هغو افغان کډوالو په راجستر کولو موافقه کړې چې تر اوسه یې نومونه ثبت شوي نه دي.دا پرېکړه اسلام اباد ته د افغانستان د کډوالو د وزیر سید حسین عالمي بلخي د سفر پر مهال شوې ده.ښاغلي بلخي د پاکستان د سرحداتو او ریاستونو د وزیر عبدالقادر بلوچ سره په خبرو کی کډوالو ته د نور وخت د ورکولو غوښتنه وکړه چې د کارتونو موده یې د روان کال په اخر کې پای ته رسېږي.دغه راز د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز له دفتره په خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي چې نوموړي له ښاغلي بلخي سره ولیدل.په دغه غونډه کې د افغان کډوالو د چارو اړوندو نورو پاکستاني چارواکو هم ګډون کړی و.ویل شوي دواړو خواوو په غونډه کې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو او هلته یې د ځای پر ځای کېدو د اوږدمهاله حل لارې پر سر خبرې وکړې.ښاغلي عزیز په دې برخه کې د افغان حکومت د هلو ځلو ستاینه وکړه او د دغه پلان د بریالیتوب لپاره یې د افغان او پاکستاني حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارې ادارې (یو این ایچ سي آر) تر منځ همکاري اړینه وبلله.ښاغلي بلخي وویل د کډوالو ستنېدل د افغان حکومت مهم لومړیتوب دی او په تېرو دریو لسیزو کې یې د پاکستان له کوربتوبه مننه وکړه.د افغانستان د کډوالو وزیر وویل دوی داسې ګامونه په پام کې نیولی چې له مخې به یې کډوال بېرته ستنېدو ته وهڅېږي او هلته به د مېشتېدو اوږدمهاله امکانات لاسته راوړي.دغو ګامونو ته په اشاره نوموړي د نمرو د توزیع، د دندو فرصت او پورونو ورکولو یادونه وکړه.ښاغلی بلخي به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو درې اړخیزه کمیسیون په ۲۵مه غونډه کې هم برخه واخلي.نوموړی په داسې حال کې پاکستان ته تللی چې افغان چارواکي وایي پاکستان ګن شمېر افغان کډوال له هېواد څخه په زور ایستلي دي.پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو له برید وروسته پولیسو په سلګونو افغان کډوال نیولي او په زرګونو نور یې شړلي دي.د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې يوازې د هغو کډوالو پر ضد یې ګامونه اخیستي چې نومونه یې پاکستان کې نه دي ثبت کړي.خو بل خوا افغان کډوال وايي چې راجستر کډوال هم د پولیسو له خوا له ستونزو سره مخامخېږي.ښاغلي به د سفر پرمهال پاکستان کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې چارواکو سره هم خبری وکړي.د يو اين ايچ سي ار وياندې دنيا خان ويلي د سفر په ترڅ کي به د افغانستان، پاکستان او يو اين ايچ سي ار درې اړخيزه غونډه هم جوړه شي.ښاغلي بلخي سره په نهه کسیزه پلاوي کی د پارلمان دوه غړي مولوي شهزاده شاهد او محمد یوسف صابر هم شامل دي.اسلام اباد ته له رسېدو وروسته ښاغلي بلخي د پاکستان د بېلا بیلو برخو او کشمیر څخه راغلي د کډوالو استازو سره په یوه هوټل کی ولیدل او د خپلو مشکلاتو څخه یې خبرکړ.له بلې خوا ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو په اړه په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته جوړه شي.په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مطبوعاتي دفتر لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼې ویلي چې دغه ناسته به په اسلام اباد کې جوړه شي.سرچېنې زیاته کړې چې په دغه ناسته کې به د مهاجرینو او بېرته ستنېدونکو وزارت وزیر، د هغه سیال عبدالقادر بلوچ او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي ګډون وکړي.خبرپاڼې زیاته کړې چې د ناستې پایلې به په یوې ګډې خبري ناسته کې رسنیو ته اعلان کړي.دغه درې اړخیزه ناسته په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې پاکستان د مهاجرینو نیول او ځورول د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي.په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین وايي چې پولیس يې د ټولو قانوني اسنادو سربېره نسي، بډې ترې اخلي او هم یې بندیانوي.د افغان مهاجرینو د نیولو په لړۍ کې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پولیسو څلور افغان ديپلوماتان هم ونیول چې د ټولو نړیوالو قوانینو مخالف دي.افغان مهاجرین وايي چې په یوه هېواد کې افغان ديپلوماتان د پولیسو له ځورونې خوندي نه وي، د عام خلکو به څه حال وي.درې ورځې وړاندې د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی د مهاجرینو د ستونزو د هواري په موخه اسلام اباد ته ولاړ او د سبانۍ ناستې څخه وړاندې له پاکستاني چارواکو سره د کډوالو په ستونزو غږیدلی.د ګډ حکومت پلاوي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر تېره ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې په یوه ناسته کې ګډون وکړ چې د مهاجرینو او سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوچ، د خیبرپښتونخوا ایالت والي، اعلی وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو هم په کې برخه اخېستې وه.په دغه ناسته کې دواړو لوریو د راجستر شویو او غیر راجستر افغان مهاجرینو د اوسېدو لپاره د یوې طرحې په جوړولو موافقه وشوه.همدا راز دواړو لوریو په د یوې کمېټې په جوړولو هم موافقه وکړه چې د افغانستان سفارت او د خیبرپښتونخوا ایالت استازي به يې اعضا وي او د مهاجرینو ستونزو د هواري کوښښ به کوي.