کور / تازه خبرونه / نوازشريف :له افغانستان سره داړيكو ټينگښت دسيمې په گټه دى

نوازشريف :له افغانستان سره داړيكو ټينگښت دسيمې په گټه دى

اسلام آباد : دپاکستان د دولتي خبري اژانس اى پي پي دخبرله مخې دپاکستان لومړي وزيرمحمد نواز شريف ويلي دي چې د افغانستان په گډون د سيمې له ټولو هېوادونو سره ځواکمنواو نېزدې اړيكو ټينگښت زمونږ د سوله ايز ګاونډيتوب دپلان برخه ده٬ افغانستان او پاكستان تېر هېرولو سره په راتلونكي كې د باور په بنسټ د اړيكو په ټينګولو اتفاق كړى٬ پاكستان افغان كډوالو لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا وړاندې شوې كړنلاره په بشپړ ډول پلي كوي۔ دا خبرې نوازشريف د افغانستان د كډوالوله وزير سيد حسېن عليمي بلخي سره د خبرو په مهال وكړې ۔ نوموري زياته کړه چې په افغانستان كې د قيادت بدلون سره د دواړو هېوادونو اړيكې يو نوي تاريخي پړاؤ ته داخلې شوې دي او دواړو هېوادونو تېر په هېر سره په راتلونكي كښې د باور په بنياد د اړيكو په ټينګولو اتفاق كړى دى۔ شريف وړاندې ووئيل چې مونږ سياسي مرستې٬ سلامتيا٬ تجارت٬ اقتصادي شركت او د ترهګرۍ د مخ نيوي په څانګه كې مرستې زياتولو ته پام كوو۔ چې ترهګري د دواړو هېوادونو شريكه دښمنه ده او ترهګرۍ ته ماتې وركولو لپاره مونږ ته په ګډه د مبارزې ضرورت دى۔ لومړي وزيرووئيل چې د ترهګرۍ له امله دواړو هېوادونو ته لوي زيان رسېدلى دى او اوس مونږ د ترهګرۍ خاتمې لپاره ضرب عضب عمليات پېل كړي دي كومو چې په هېواد كښې د ترهګرو ته ماتې ورکړې ده ۔مونږ لوظ كړې چې خپل جفرافيائي حدود د بل چا په ضد د كارولو اجازه به ورنه كړو۔ پاكستان د افغانانو په خپله مشرې كې د سولې او د تفاهم د عمل ملاتړ كوي۔ د افغان كډوالو په اړه نوازشريف زياته کړه چې پاكستان افغان كډوالو لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا وړاندې شوې كړنلاره په بشپړ ډول پلي كوي۔ بايد دواړه هېوادونه د افغان كډوالو هېواد ته ستنولو په اړه يوې لايحې جوړولو لپاره يو اېن اېچ سي آر سره نزدې اړيکې ولري۔ نوازشريف داهم وويل چې تېر كال په دسمبر كې د افغانستان په موضوع په لندن كنفرنس كې ده په دې ټينګار كړى و چې بايد نړۍ د افغان كډوالو ستنولو په اړه د افغانستان مرسته وكړي۔پاكستان د افغان كډوالو په خوښه د ستنېدو د اصولو احترام كوي او مونږ لپاره دا خبره د ډاډ وړ ده چې افغان دولت كډوال ستنولو لپاره اقدامات كوي۔ دپاکستان لومړي وزير د دې باور څرګندونه وكړه چې د افغان وزير دورې سره د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د قوي شركت احساس بېدارولو كښې مرسته وشي۔ ده د پاكستان او افغانستان دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره په خپله د كابل د دورې كولو د خواهش نغوته وركړه۔ افغان وزير په افغانستان كې د ځمكې ښوئېدنې په پېښه افغان وروڼو لپاره په اندېښنه ښودلو او د مرستې د سامان د دوه الوتكو په لېږلو د پاكستاني دولت مننه وكړه۔ ده محمد نواز شريف ته د افغان اولس مشر اشرف غني لخوا د نېكو هيلو پېغام هم راورسولو۔ دپاکستان لومړي وزير افغان وزير ته ووئيل چې زما لخوا دې هم افغان مشرتابه ته نيكې هيلې ورسوي۔ افغان وزير سيد حسېن عليمي بلخي ووئيل چې محمد نواز شريف بصيرت لرونكى مشر دى او دا ټولې سيمې لپاره د كوم نعمت څخه كم نه دى چې په سيمه كې امن په خپلو لومړيتوبونو كې ساتلى دى۔ ده ووئيل چې د محمد نواز شريف دا كړنلار به تاريخ بدل كړي۔ ده ووئيل چې افغان اولس اقتصادي پرمختګ غواړي٬ دوي بېرته د ټوپكو د ګړزا زغم نه لري۔ ده ووئيل چې مونږ خواهش لرو چې مونږ خپله امنيتي مرسته لا قوي كړو او دواړه هېوادونه ترهګرو ته پرېكنده ماتې وركولو لپاره د يوې ډلې په شان په ګډه كار وكړي۔ افغان وزير ووئيل چې د افغان كډوالو ستنېدو لپاره په افغانستان كې يو بين الوزارتي بورډ جوړ كړى شوى چې مشري يې اولس مشر اشرف غني كوي۔ ده د دې څخه وړاندې وزيراعظم په پاكستان كښې د سېفران او خارجه چارو په وزارتونو كښې د خپلو شويو ملاقاتونو په اړه خبر كړو۔ ده د پېښور د آرمي پبلك سكول په بريد خواشيني هم وښودله۔ په دې موقع د پارلمان غړو يوسف صابر او مولوي شاهد ووئيل چې زيات افغان اولس د پاكستان او د دوي د مشرتابه ستائنه كوي۔ دوي ووئيل چې افغان اولس په د جلال آباد تورخم د لويې لارې او په بلخ او مزار كښې پوهنتونونه جوړولو لپاره په مرسته كولو د پاكستان مننه كوي۔ د ملاقات په مهال د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال ﴿ر﴾ عبدالقادر بلوچ ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او په پاكستان كې د افغانستان سفير جانان موسيٰ زئ هم موجود وو۔