کور / تازه خبرونه / په لاهور کې کليساته نيږدې بريدونه شوي

په لاهور کې کليساته نيږدې بريدونه شوي

لاهور: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پنجاب ايالت مرکز لاهور کي يوې کليسا ته نږدې دووبريد گرو بريدونه کړي چې له امله ۱۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ژوبل شوي دي.خو روغتيايي چارواکي وايي د مړو شمېر ١٦ ته رسېدلی او شاوخوا ۷۸ ژوبل شوي دي.د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې د بريدونو پړه په غاړه اخیستې ده.چاودنې داسې وخت شوې چې عیسویان د يکشنبې ورځې د عبادت لپاره په کليسا کې راغونډ شوي وو.عيني شاهدانو ويلي يو بريد کونکی يې په داسې حال کې ليدلی و چې کليسا ته يې د ننوتو هڅه کوله خو د يوه امينتي ساتونکي له خوا د درولو پر وخت يې ځان والوزوو. وژل شویو کسانو کې دوه پوليس، يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.د کيتولېک کليسا پادري خبريالانو ته وويل دواړو بريد کونکو له مرکزي دروازې کليسا ته د ننوتو هڅه وکړه خو کله چې یې ساتندویان مخې ته راغلل دوی ډزې پیل کړې.قهرجنو عیسویانو د کليسا نه بهر دوه شکمن کسان ونيول او دواړه يي په وهلو ټکولو ووژل او ورسته يي د هغوی مړي وسوځول.دا لا مالومه نه ده چې دغه وژل شوي کسان څوک وو.عیسویانو د بریدونو پر ضد احتجاج وکړ او د حکومتي ګاډو په ګډون یې د عامو خلکو ګاډو ته هم زيان ورسوو.احتجاج کوونکو د څه وخت لپاره يو څو پوليس هم يرغمل نيولي وو چي ورسته يي د لوړپوړو پوليس افسرانو په مداخله خوشې کړل.عیسویانو د بریدونو پر ضد احتجاج وکړ او د حکومتي ګاډو په ګډون یې د عامو خلکو ګاډو ته هم زيان ورسوو. د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلي وياند احسان الله احسان د بريدونو پړه پر غاړه اخيستو سره ويل چي د پنجاب ايالت مرکز ته رسيدلي او په وینا یې دا “حکومت ته ننګونه او خبرداری دی”.هغه رسنيو ته د تیلیفون په کرښه وويل د جماعت الاحرار “عافيه صديقي په نامه د ځان مرګي بريد کونکو يوې ډلې دا بريدونه کړي دي. “لومړي وزير نواز شريف، سياسي او مذهبي مشرانو په کليسا بريدونه په کلکه غندلي او دا يي د اسلام پر ضد ګام بللی دی.