کور / تازه خبرونه / جنوبي وزیرستان کې د ۱۳ کسانو مړي موندل شوي

جنوبي وزیرستان کې د ۱۳ کسانو مړي موندل شوي

پېښور: دبي بي سي دخبرله مخې په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې چارواکي وايي شاوخوا یوه میاشت مخکې د بې درکه شویو ۱۳ کسانو مړي موندل شوي دي. د چارواکو په وینا دغه کسان په ډزو وژل شوي دي.د وژل شویو کسانو په اړه فکر کېږي چې د اورپکو ډلو سره تړاو لري.ځايي خلک وايي وژل شوي کسان د مسعود آباخیل قوم سره تړاو لري. ځینې سرچینې بیا په دې اند دي چې دغه کسان له اورپکو ډلو سره تړاو لري خو حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.ځینې ځايي خلک وايي چې وژل شوي کسان ناپېژندل شوو وسله والو تښتولي او یو نامالومه ځای ته لېږدولي وو.په قبایلي سیمو جنوبي او شمالي وزیرستان کې تر دې مخکې هم د سړک تر غاړې مړي موندل شوي دي.خو وروستۍ پېښه داسې مهال مخې ته راځي چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سردار مهتاب احمد خان د جنوبي وزیرستان په ګډون د قبایلي سیمو بې ځایه شویو کورنیو د ستنېدو او ځای پر ځای کېدو پروګرام اعلان کړ.د دغه اعلان پر بنسټ د جنوبي وزیرستان د اغېزمن شویو د ستنېدو بهیر د دوشنبې پر ورځ د مارچ پر ۱۶مه پیلېږي.دا چاره هم مهمه ده چې په جنوبي وزیرستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان د پوځ له خوا د مسعود قوم په سیمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د لویې پیمانې عملیات پیل شوي وو.د دغو عملیاتو له کبله لکونه خلک بې کوره شوي او په ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو کې پناه اخیستو ته اړ شوي وو.که څه هم ځینې اغېزمن شوي لا له وړاندې خپلو سیمو ته ستانه شوي خو ډېری کورنۍ اوس هم یا په کرايي کورونو کې یا له خپل خپلوانو سره اوسېږي.د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی ویلي چې د خیبر ایجنسۍ له باړې سیمې او شمالي وزیرستانه بې کوره شویو خلکو د ستنېدو چاره به هم د روانې میاشتې په پای کې پیل شي چې دغه اغېزمن شوي خلک په عزت سره بېرته خپلو سیمو کې ځای په ځای شي.