کور / تازه خبرونه / اېران: اسرائيل پر موږ د يرغل غيرت نسي كولاى

اېران: اسرائيل پر موږ د يرغل غيرت نسي كولاى


د اېران د ولسمشر وياند غلام حسين الهام وايي پر اېران د اسرائيلو حمله يوه بېخي ليري خبره ده.
د نوموړي دا خبري د نيويارك ټايمز هغه څرګندونو ته غبرګون دئ، چي وايي اسرائيل د اېران پر اټومي تاسيساتو د يرغل پلان لري.
غلام حسين الهام وايي اسرائيل په خپل حكومت كي د اصلاحاتو د راوستلو او غير قانوني كړنو د مخنيوي وړتيا نه لري، چيري بيا دا چي د اېران پر اسلامي جمهوريت بريد وكړي.
د نيويارك ټايمز د خپرو سوو څرګندونو په منلو او ردولو كي لا تر اوسه اسرائيلي حكومت څه نه دي ويلي.